د بیروت په پیښه کښې لسګونه تنه لاهم بې درکه دي
Aug 08, 2020 12:06 Asia/Kabul
د لبنان د روغتیا وزارت وویل چې د بیروت بندر د چاودنې په پیښه کښې له شپیتو زیات کسان لاهم بې دلکه دي او د برخلیک په اړه یې هیڅ خیر خبر نشته.
د لبنان د روغتیا وزارت وویل چې د بیروت بندر د چاودنې په پیښه کښې له شپیتو زیات کسان لاهم بې دلکه دي او د برخلیک په اړه یې هیڅ خیر خبر نشته.
العالم چینل رپورټ ورکړې چې د لبنان روغتیا وزارت بیګا په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د بیروت بندر د چاودنې په پیښه کښې له زخمي شویو ۶ زرو کسانو څخه د ۱۲۰ تنو حالت نازک دی او د مړو د شمیر د زیاتیدو احتمال شته دی.
د دغې خبرپاڼې له مخې د بې درکه شویو کسانو د موندلو او د مړو د رایستلو لپاره هلې ځلې لاهم روانې دي.
په عین حال کښې د لبنان د روغتیا وزیر جمیل جبَق پرون ویلي چې په دغه چاودنه کښې ۱۵۴ کسان مړه شوي دي.
ټیګونه