د بيروت چاودنې پينځلس ميليارډ ډالره تاوان رامنځته کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92198-د_بيروت_چاودنې_پينځلس_ميليارډ_ډالره_تاوان_رامنځته_کړ
د لبنان ولسمشر مېشل عون وويل، د بيروت د چاودنې د تاوانونو اندازه پينځلس ميليارډ ډالره لګول شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2020 02:15 Asia/Kabul
  • د بيروت چاودنې پينځلس ميليارډ ډالره تاوان رامنځته کړ

د لبنان ولسمشر مېشل عون وويل، د بيروت د چاودنې د تاوانونو اندازه پينځلس ميليارډ ډالره لګول شوې ده.

د فرانس پرېس د رپوټ له مخې د اګست په څلورمه نېټه په بيروت بندر کښې د چاودېدونکو موادو په يو ګودام کښې له اور لګېدنې  وروسته په خواو شا ګودامونو کښې چې پکښې تقريبا دوه زره اوه سوه ټنه اېمونيم نائټريټ موجود وو هېبتناکه چاودنه رامنځته شوه چې د لبنان د روغتيا د وزارت د اعلان له مخې په دغه چاودنه کښې يو سل يو اويا تنه مړۀ او تقريباً شپږ زره نور ژول شول.

له بلې خوا د بيروت چاودنو د سر او مال تاوانونو نه علاوه د لبنان په سياسي ډګر هم اثرات کړي دي لکه د لبنان وزيراعظم حسان دياب د خپل حکومت د کابينې استعفا اعلان کړه.