په بغداد کې دامریکا په سفارت دوهمه توغندوي حمله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92518-په_بغداد_کې_دامریکا_په_سفارت_دوهمه_توغندوي_حمله_شوې
په تیرو څو ساعتونو کې دا په بغداد کې دامریکا په سفارت دوهمه توغندوي حمله شمیرل کیږي . پرون ناوخته هم په بغداد کې دامریکا له سفارت سره نزدې یو توغندی لګیدلی ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2020 02:57 Asia/Kabul
  • په بغداد کې دامریکا په سفارت دوهمه توغندوي حمله شوې

په تیرو څو ساعتونو کې دا په بغداد کې دامریکا په سفارت دوهمه توغندوي حمله شمیرل کیږي . پرون ناوخته هم په بغداد کې دامریکا له سفارت سره نزدې یو توغندی لګیدلی ؤ .

فارس خبری آژانس راپور ورکړی د عراق خبری سرچینو نن سهار وختي  وئیلي دي ،په بغداد کې  د امریکا  د سفارت په لور  لږترلږه څلور توغندي ویشتل شوي دي ، چې د خبر تر مخابیره کیدا پورې ئې  داحتمالي تاوانونو په باب کوم راپور نه دی ترلاسه شوی .

 په تیرو څو ساعتونو کې دا   په  بغداد کې  دامریکا په سفارت دوهمه توغندوي حمله شمیرل کیږي . پرون  ناوخته هم  په بغداد کې دامریکا له سفارت سره نزدې  یو توغندی لګیدلی ؤ .

 دعراق په بغداد کې د امریکا سفارت  او  د التاجي او البلد پوځي مرکزونو پشمول  په عراق کې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو پر مرکزونو  په ورستیو میاشتو کې په کرتو توغندوي حملې شوي دي . دعراق ډیری سیاستوالان ، ولس او حتی ددغه هیواد پارلیمان  له عراقه د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د وتلو غوښتونکي دي  او ګواښ کوي چې که  زرترزره دغه ترهه ګرپوځیان ونه وځي نو په زور به له دغه هیواده وشړل شي .

داپه داسې حال کې دي چې  دعراق دپارلیمان دبهرنیو اړیکو کمیشن په دې باب چې  امریکا هڅه کوي له عراقه د درې کلن مهلت په ترلاسه کولو سره له دغه هیواده دخپلو عسکرو ویستل وځنډوي ، سخت او جدي خبرداری ورکړی دی .