عراق کښې د امریکايي ځواکونو په قافلې چاودنه شوې
Aug 30, 2020 03:13 Asia/Kabul
د امریکې په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د ځواکونو یو لاجسټکي کاروان تیره شپه د عراق په سویل کښې د سړک د غاړې په یو بم ورسم شوی دی.
د امریکې په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د ځواکونو یو لاجسټکي کاروان تیره شپه د عراق په سویل کښې د سړک د غاړې په یو بم ورسم شوی دی.
ایرنا د عراق د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي چې د نړیوال ائتلاف د ځواکونو په قافلې باندې دغه بم له حلّه څخه دیوانیه ته په تلونکې لویه لاره کښې چاودلې دی.
د دغې چاودنې د سر او مال د احتمالي زیان په هکله تراوسه کوم کره معلومات نه دي ترلاسه شوې خو په دې تیرو اونیو کښې به عراق کښې د امریکايي ځواکونو د ګاډو په قافلو باندې بریدونه زیات شوې دي.
ټیګونه