په سوريې کښې داعش عناصرو د بس په لسګونو سورلۍ ووژلې
Dec 31, 2020 02:07 Asia/Kabul
د سوريې رسنيو د داعش عناصرو په بس باندې حمله کښې د دغه هېواد په لسګونو عامه مسافر په خاورو او وينو کښې ولوغړول.
د سوريې سانا سرکاري خبري آژانس د رپوټ له مخې پرون مازيګر د دغه هېواد د کباجب سيمې د دېر الزور او تدمر ترمېنځ سړک کښې د مسافرو په يو بس داعش ترهه ګرو حمله وکړه چې له امله لږ تر لږه اتويشت تنه ووژل شول او اته نور هم ژوبل شول.
د حملې د ځاے خپارۀ شوي تصويرونه ښودنه کوي چې دغه بس پوره سوزېدلے دے.
تر اوسه د دغې ترهه ګريزې حملې تفصيلات نه دي خپارۀ شوي.
په سوريې کښې د داعش د موجودګۍ د ختمېدو باوجود د دغه هېواد په ځينو بياباني سيمو کښې کله کله د داعش د باقي پاتې عناصرو ترهه ګريزې حملې رامنځته کيږي.
ټیګونه