د امریکا عسکرو د داعش ډلې غړي انتقال کړي
سانا خبري اژانس وايي د امریکا پوځیانو د داعش ترهګرې ډلې په لسګونو غړي د سوریې له شمال ختیځ څخه په جنوب ختیځ کښې خپلې غیرقانوني اډې ته انتقال کړل .
د امریکا ترهګرو عسکرو پرون په مرمې ضد ګاډو او سختو تدبیرونو کښې د داعش ترهګرې ډلې لس(۱۰) غړي د سوریې په شمال ختیځ کښې په الحسکه ولایت کښې د الشدادي ښار په ختیځ کښې له «کامب البلغار» زندان او پنځوس (۵۰) نور ټروریسټان هم په دغه ولایت کښې له یوه(۱) بل زندان څخه په التنف سیمه کښې خپلې غیر قانوني اډې ته منتقل کړل .
دغه راپور زیاتوي چې د امریکا ځواکونو مخکې هم د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر نور غړي په یوه(۱) هیلي کوپټر کښې له الحسکه ولایت څخه التنف سیمې ته انتقال کړي وو .
د امریکا عسکر په داعش ترهګرې ډلې باندې د پیسو په لګولو او د سوریې د شمال له زندانانو د هغوې په انتقالولو سره له دغو ترهګرو په سیمه کښې د خپلو پلانونو د اجرا کولو او دغه راز د نښو نښانو د له مینځه وړلو کوشش کوي .
په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، سعودي عربستان ، بحرین ، ترکیه ، متحده عربي امارات ، اردن او اسرائیل وغیره کوي .