د بحرین ولس د آل خلیفې د ځپونکو اقداماتو غندنه کړې
په بحرین کې د ولسي پاڅون د لسمي کلیزي په رارسېدو سره د دې هیواد خلګو په مختلفو سیمو کې مظاهرې وکړې.
په بحرین کې د الوفاق اسلامي ګوند په یو ټوییټ کې ولیکل: بحریني معترضینو د شعارونو په ورکولو سره د صهیونیستي رژیم سره د دې هیواد د اړیکو رغونه وغندله.
بحریني مظاهره چیانو په لاسونو کې داسي پې کاردونه درلودل چي تر بریالیتوب پوري مقاومت، د اړیکو نه رغول او د شهیدانو د کورنیو درنښت کول په شان شعارونه پر لیکل شوي وه.
د بحرین د فبرورۍ د څوارلسمي د پاڅون غورځنګ د ایران اسلامي انقلاب د کلیزي په مناسب د یوې بیانیې په ورکولو سره د ټولو سیاسي ګوندونو څخه غوښتنه وکړه چي په بحرین کې د سیاسي نظام د بدلولو لپاره یو موټی شي.
بحرین کې د آل خلیفه رژیم د ۲۰۱۱ میلادي کال د فبرورۍ له څوارلسمي را په دې خوا د ولسي پاڅونو سره مخامخ شوي چي په دغه موده کې څه د پاسه ۱۱ زره بحریني ښاریز د دې رژیم له لوري زندانیان شوي او یا هم وژل شوي دي.