سعودی ایتلاف په الحدیده کې د اوربند ۲۶۱ځله خلاف ورزی وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99360-سعودی_ایتلاف_په_الحدیده_کې_د_اوربند_۲۶۱ځله_خلاف_ورزی_وکړه
سعودی تیری ګرو او ګوډاګیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن د لویدیځ په الحدیده کې د اوربند ۲۶۱ ځله خلاف ورزی کړی ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2021 01:08 Asia/Kabul
  •    سعودی ایتلاف په الحدیده کې د اوربند ۲۶۱ځله خلاف ورزی وکړه

سعودی تیری ګرو او ګوډاګیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن د لویدیځ په الحدیده کې د اوربند ۲۶۱ ځله خلاف ورزی کړی ده

د ایرنا له راپور سره سم د المسیره چینل د یوې پوځی سرچینې له قوله راپور ورکړ سعودی تیری ګرو او ګوډاګیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن د لویدیځ په الحدیده کې د اوربند ۲۶۱ ځله خلاف ورزی کړی ده .

 له بلي خوا د یمن پوځ د عربستان په هدفونو بریدونه کړي دي

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د پوځ ویاند د سعودي عربستان په جنوب کښې په مهمو هدفونو باندې د پوځ او د ولسي کمیټیو د بې پایلوټو الوتکو د حملو خبر ورکړ .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل پوځ او ولسي کمیټیو د سعودي عربستان په جنوب کښې په« خمیس مشیط» سیمه کښې د باچا خالد په هوايي اډې باندې د قاصف کی ټو (Qasif-K2) په دوو بې پایلوټه الوتکو سره برید وکړ .

یحیی سریع وویل په جیزان سیمه کښې هم د سعودي عربستان د تیلو د ارامکو شرکت په مرکز باندې هم د صماد درې (samad3) ډوله بې پایلوټه الوتکې برید وشو .

هغه وویل د یمن دغه بریدونه د سعودي عربستان لخوا د یمن کلابندۍ او د تیریو دوام ته په ځواب کښې شوي دي .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو ، انګلستان ، بحرین ، صهیونیسټ رژیم، انګلستان او د ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره د دوه زره پینځلسم میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې د یمن پرضد پوځي تیریو او د ځمکې ، هوا او د سمندر له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

په عربستان باندې د یمن د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو بریدونو د سعودي عربستان د ائتلاف په مقابل کښې د قواو انډول د یمن په ګټه بدل  کړی دی