امریکا په عراق کښې داعش ډله له سره منظموي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99464-امریکا_په_عراق_کښې_داعش_ډله_له_سره_منظموي
فرات نیوز خبري اژانس راپور ورکړ د عراق د نجبا غورځنګ د مشر مرستیال نصر الشمري په دې خبرې سره چې په هیواد کښې د داعش ډلې د بیا ژوندي کولو لپاره د امریکا لخوا هڅې روانې دي وویل د بغداد حکومت باید په دې زمینه کښې پریکنده دریځ غوره کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2021 23:46 Asia/Kabul
  • امریکا په عراق کښې داعش ډله له سره منظموي

فرات نیوز خبري اژانس راپور ورکړ د عراق د نجبا غورځنګ د مشر مرستیال نصر الشمري په دې خبرې سره چې په هیواد کښې د داعش ډلې د بیا ژوندي کولو لپاره د امریکا لخوا هڅې روانې دي وویل د بغداد حکومت باید په دې زمینه کښې پریکنده دریځ غوره کړي .

هغه پرون وویل د عراق ټول امنیتي او پوځي ځواکونه باید د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د پاکونې په عملیاتو کښې ګډون وکړي چې په دې ډول د داعش ډلې د بیا راژوندي کولو لپاره د هڅو مخه ونیول شي .

په عین حال کښې د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمود الربیعي وویل  په هیواد کښې د امریکا پوځیان د ترهګرو ډلو ملاتړي دي او د ترهګرو  ډلو د شتون ختمیدل د امریکا د عسکرو له وتلو پرته امکان نلري .

د ویلو ده چې امریکا اوس بیا هڅې پیل کړي دي چې د سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو او د نورو عربو او اروپاي هیوادونو په مرستې سره په عراق کښې داعش ډله له سره منظم کړي چې دغه هیواد بیا له ناامنۍ او ګډوډیو سره مخامخ کړي .