روسیه:
نړیوالې اړیکې یوې خطرناکي مرحلې ته ننوتي دي
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال په نړیوالو اړیکو د لوېدیځو هیوادونو له ورانوونکي چلند څخه په نیوکې سره وویل: د روسیې او د چین په وړاندې د امریکې د مخنیوونکي سیاست لامل له یادو هیوادونو سره د امریکې سیالي او د معقولو اړیکو لپاره د واشنګټن نه چمتووالې ده.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال دیمیتری پولیانسکي راشاټودې خبري چېنل ته وویل: د لوېدیځوالو ورانوونکي اقدامات په نړیوالو اړیکو کې د کړکېچ د رامینځ ته کېدو سبب ګرځېدلی دی.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال زیاته کړه: موږ تیار یو چي د ستونزو د هوارۍ په موخه مذاکره وکړو او په دې باور یو چي د دې کار د تر سره کولو لپاره باید ښکېل لوري د یو بل درناوی وکړي.
پولیانسکي همدارنګه جوته کړه: البته ټول هیوادونه له یو داسي چلند څخه ملاتړ نه کوي، به تېره د لوېدیځو هیوادونو یو شمېر مشران چي تل غواړي د روسیې، چین او نورو هیوادونو لپاره تقریر وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال یادونه وکړه: داسي کومي نښې نه تر سترګو کیږي چي منطقي سیاستونو او رغنده مذاکراتو ته د امریکې د ګروهنې ښودنه وکړي، د امریکې او لوېدیځوالو لپاره یوازنی د خوښي وړ اصول دا دی چي نړیواله ټولنه یا له هغوی سره مله ووسي او یا هم د هغوی د مخالفینو په لیکه کې ووسي.