د لویدیځ جاسوسۍ ادارې له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري
سپوتینک خبري اژانس پرون د یوې(۱) استخباراتې سرچینې په قول په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره د لویدیځو هیوادونو د جاسوسۍ ادارو د ارتباط د ټینګولو خبر ورکړ .
دغه خبري اژانس زیاته کړه د لویدیځو هیوادونو جاسوسۍ ادارې په سوریې کښې له فعالو ترهګرو ډلو سره د تماس د ټینګولو په حال کښې دي .
اسپوتنیک خبري اژانس د دغه استخباراتي سرچینې په قول ویلي دي د جبهه النصره ترهګرې ډلې چې اوس یې نوم تحریر الشام ډلې ته بدل شوی دی مشر د سوریې او د ترکیې په سرحد کښې د بریتانیا د جاسوسۍ ادارې ایم ايي سیکس (MI6) له استازیو سره کتنې او خبرې کړي دي .
امریکا او د هغه لویدیځ او عرب ملګري هیوادونه د داعش په شمول د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکي او ورسره مالي ، پوځي ، استخباراتي او لاجیسټیکي مرسته کونکي هیوادونه دي .
د سوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادي کال راهسې د صهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو د بدلولو لپاره د بریتانیا او د فرانسې په شمول د امریکا د هغې د متحدانو او دغه راز د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی چې اوس هم دوام لري .