جرمني د ویانا اټومي خبرو ته ستنیدل غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102754-جرمني_د_ویانا_اټومي_خبرو_ته_ستنیدل_غواړي
اناتولي خبري اژانس وايي د جرمني خارجه وزارت له نړیوالې اټومي موافقې د امریکا غیر قانوني وتلو او د اروپايي هیوادونو د ژمنو ماتولو ته له اشارې پرته وویل جرمني په ویانا کښې اټومي خبرو اترو ته بیرته ستنیدا ته چمتو ده او هیله لري ایران له ځنډ پرته دغه وړاندیز ومني .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2021 08:26 Asia/Kabul
  • جرمني د ویانا اټومي خبرو ته ستنیدل غواړي

اناتولي خبري اژانس وايي د جرمني خارجه وزارت له نړیوالې اټومي موافقې د امریکا غیر قانوني وتلو او د اروپايي هیوادونو د ژمنو ماتولو ته له اشارې پرته وویل جرمني په ویانا کښې اټومي خبرو اترو ته بیرته ستنیدا ته چمتو ده او هیله لري ایران له ځنډ پرته دغه وړاندیز ومني .

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند راینار بروئیل د بریتانیا د فرانسې او د جرمني د  خارجه وزیرانو بیانیې ته په اشارې سره ادعا وکړه د دریو (۳) اروپايي هیوادونو د بیانیې په خپریدا سره دوې په ویانا کښې په روانو اټومي خبرو کښې د ایران کړچار مرسته کونکی نه ګڼي .

د انګلستان د فرانسې او د جرمني خارجه وزیرانو چې د اټومي تړون غړي هم دي په تیرې سه شنبې ورځ په یوې(۱) بیانیې کښې تر شلو (۲۰) فیصدو پورې د پخو شویو فلزي یورانیمو د تولیدولو لپاره د ایران د فیصلې په هکله اندیښنه څرګنده کړه او ادعا یې وکړه چې دغه اقدام د اټومي تړون د احیا په هکله د ویانا خبرو اترو نتیجې ته ګواښ کوي .

سره دې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازی میخائیل اولیانوف څه موده مخکې د ویانا په اټومي  خبرو کښې د لویدیځو هیوادونو زیات غوښتنې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ د ویانا د  خبرو اترو هدف په لومړۍ بڼه د اټومي موافقې احیا کول دي نه کوم شی زیات او نه کم .

ایران ټینګار کړی د بایکاټونو د ختمیدا او د اټومي تړون له ګټو د تهران  د برخور کیدا په بڼه کښې په اټومي تړون کښې خپلو ټولو ژمنو ته ورستنیدا ته چمتو دی .