د روغتیا نړیوالې ادارې د افغانستان په حالاتو اندیښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102826-د_روغتیا_نړیوالې_ادارې_د_افغانستان_په_حالاتو_اندیښنه_وښودله
رویټرز خبري اژانس وايي د روغتیا نړیوالې ادارې د طالبانو ډلې د حملو په وجه د افغانستان په حالاتو اندیښنه څرګنده کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2021 01:09 Asia/Kabul
  • د روغتیا نړیوالې ادارې د افغانستان په حالاتو اندیښنه وښودله

رویټرز خبري اژانس وايي د روغتیا نړیوالې ادارې د طالبانو ډلې د حملو په وجه د افغانستان په حالاتو اندیښنه څرګنده کړه .

د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(WHO) د بیړنیو عملیاتو د برخې مدیر ریک برینان پرون وویل دغه اداره د طالبانو ډلې لخوا د روغتیا او درملنې په مرکزونو باندې د حملو او دافغانستان د خلکو د ژغورنې وسائیلو ته د لاسرسي او د ضروري شیانو او درملو د تامینولو د حالت په خرابیدا اندیښنمنه ده .

هغه په دې خبرې سره چې راتلونکي اونۍ د مصنوعي سا اخیستلو ماشینونه یعني وینټي لیټرونه (ventilators) او د کورونا درې(۳) اعشاریه پینځه (۵) میلیونه ډوزه بشر دوستانه مرستې افغانستان ته ورځي وویل د افغانستان حالت ډیر اندیښمونکی او ناپایداره دی .