روسیې تاجیکستان ته جنګي الوتکې استولي دي
Jul 30, 2021 01:12 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي روسیې د سوخوی پینځویشت (۲۵) ډوله جنګي الوتکې د افغانستان په سرحد کښې په پوځي مانورې کښې د ګډون لپاره تاجیکستان ته واستولې .
د روسیې مرکزي پوځي حوزې پرون وویل د سوخوی پینځویشت (۲۵) ډوله جنګي الوتکې په تاجیکستان کښې په پوځي مانورې کښې د ګډون لپاره له قیرغیزستان څخه د تاجیکستان د حرب میدان پوځي اډې ته استول شوي دي .
د روسیې مرکزي پوځي حوزې په تیرې سه شنبې ورځ ویلي وو د تاجیکستان د ازبکستان او د روسیې ګډه پوځي مانوره به له ترهګرو او غیر قانوني ډلو سره د مبارزې لپاره د جنګي چمتووالي لپاره د اګست د میاشتې له پینځمې (۵) تر لسمې (۱۰) نیټې پورې د تاجیکستان او د افغانستان سره سرحدونو کښې ترسره شي .
تاجیکستان او افغانستان کابو څوارلس سوه (۱۴۰۰) کلومیټره ګډ سرحد لري .
ټیګونه