د امريکې په غليمانه او يواړخيز پالو پالېسيو د لاوروف نيوکه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i103880-د_امريکې_په_غليمانه_او_يواړخيز_پالو_پالېسيو_د_لاوروف_نيوکه
د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف له کورونا وائرسو سره د مبارزې په بېلګې د خپل هېواد بدلېدو ته په اشارې سره وويل، يو قطبي نړيوالې مشرۍ ته د ستنېدو لپاره د امريکې غليمانه پاليسي د قبول وړ نه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2021 10:57 Asia/Kabul
  • د امريکې په غليمانه او يواړخيز پالو پالېسيو د لاوروف نيوکه

د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف له کورونا وائرسو سره د مبارزې په بېلګې د خپل هېواد بدلېدو ته په اشارې سره وويل، يو قطبي نړيوالې مشرۍ ته د ستنېدو لپاره د امريکې غليمانه پاليسي د قبول وړ نه ده.

د هغه د وېنا له مخې «لويديځوال کوشش کوي چې به نړيوال ډګر کښې مشري بيا اونيسي او په همدې لړ کښې د امريکې نوے حکومت د قانون محوره نظم، د ډېموکرېسۍ او لېبرل ارزښتونو د راژوندي کولو ادعا مطرح کوي چې په حقيقت د امريکې په محوريت سره د يوقطبي نظام د رامنځته کولو لپاره نوې فارمولا ده.»

په ظاهري دغو ښکليو عنوانونو سره د خپلې نړيوالې سلطې د راژوندي کولو لپاره د امريکې په مشرۍ د لويديځ په کوششونو په نيوکه او د هغو په غندلو کښې د روسيې د خارجه وزير واضحه دريځ په حقيقت کښې له دې موضوع سره د مقابلې لپاره په نړيواله سطح د يو قدرتنمن او مضبوط بهير د شتون ښودنه کوي.

لاوروف باوري دے چې په ټوله نړۍکښې د کورونا وائرسو خپرېدل په نړيوال ډګر کښې د ځواکونو د بيا وېش سبب شوي او د نويو اقتصادونو نومې نويو قوتونو وکړې شول د راڅرګندېدو په حال کښې د څو قطبي نظم د يوې برخې په توګه ځان مضبوط کړي. د حالاتو دغه تاوېدنه د لويديځ له سخت مخالفت سره مخامخ شوې ده چې هم هغه شان د مخکيني نظام او روابطو غوښتونکے دے.

لاوروف تر اوسه څو ځل او په مختلفو مناسبتونو په نړۍ باندې د خپلو نظرياتو او غوښتنو د تپلو په لړ کښې د لويديځ سلطه پالنې او په تېره بيا د امريکې  يو اړخيز پالونکې پالېسۍ او اقداماتو خبره کړې ده.

روسيان باوري دي چې د مسلطو قوتونو او د هغوي د سيالو قوتونو ترمېنځ د نړۍ په سطح يوه جګړه نه دومره نوې د رامنځته کېدو په حال کښې ده. لويديځوالو په ځلونو لېبرل ډېموکرېسي په نړۍ کښې د اوچتې سياسي آئيډيالوجۍ په څېر انځور کړې او حتی د سوړ جنګ له ختمېدو وروسته امريکائي متفکر فرانسېس فوکوياما د تاريخ د ختمېدو خبره رامنځته کړه.

داسې ښکاري لويديځوال ګمان کوي چې ارزښتونه او اهداف يوازې هغه څه دي چې د هغوي له نظره اعتبار لري او هغه هېوادونه چې بل شان عقيده او آئيډيالوجي او يا د يو بل تمدن زېږنځاے لري پکار دے له لويديځوالو سره غږملي شي.

کېدې شي په همدې وجه ده چې امريکه روسيه د نړۍ د نظم لپاره يو ترټولو ستر ګواښ بولي او ورسره د مقابلې غوښتنه کوي. ځکه چې ماسکو لويديځي ارزښتونه چې د ټولې نړۍ د ارزښتونو په توګه تبليغيږي نه مني او د لويديځوالو لخوا د نړيوالو قواعدو د احترام غوښتنه کوي.

په همدې وجه د لويديځ لخوا د روسيې په خلاف پراخه تبليغاتي او نفسياتي جنګ روان دے.د ماسکو له نظره د لويديځوالو د دغو هلو ځلو يو ډېر مهم اړخ  د روسيې د د محدودولو او کمزوري کولو لپاره له دغه هېواد  سره د مبارزې په لړ کښې غږمله اقدامات دي. د ماسکو له نظره امريکه چې احساس کوي پلانونه او پالېسۍ يې له هرکلي سره مخامخ نه شوې نو بائيکاټي سياست ته مخه کوي.

ماسکو د لويديځ په سياستونو او اقداماتو کښې د بيا کتنې او په نړيوال نظام کښې د فعال کردار ادا کولو لپاره د ملګرو ملتو د لا زياتو کوششونو غوښتنه کوي چې په دې سره د لويديځوالو د ځغل لپاره څه داسې مېدان چې د هېوادونو د خپلواکۍ او حاکميت او د هغوي په کورنيو چارو کښې د نه مداخلت له اصل په تضاد کښې وي باقي پاتې نه شي.

دامريکې سيال نړيواله قوتونه په خاصه توګه روسيه او چين د لويديځ په تېره بيا د امريکې يواړخيژ پالونکې او د بدماشۍ د پالېسۍ سخت مخالف دي او نورو حکومتونو ته د واشنګټن لخوا د دريځونو د ډېکټېشن کولو په نفي باندې يې تاکيد کړے دے.

خو له بلې خوا امريکه د څواړخيز پالنې د مضبوطېدو سخته مخالفه ده او کوشش کوي چې هم هغه شان په نورو هېوادونو باندې د خپلو غوښتنو د تپلو او د زور د استعمالولو له لارې په نړيوال ډګر کښې د خپل سرۍ کردار ساتنه وکړي. همدارنګ شواهد د امريکې په مشرۍ د لويديځ د نړيوال رول د زوال ښودنه کوي. په دې لړ کښې د امريکې د نړيوال رول د راژوندي کولو لپاره چې د ټرمپ په دوره کښې د زوال په حال کښې وو د بائيډن د حکومت د کوششونو باوجود دغه هېواد په عملي توګه له ګڼ شمېر مشکلاتو او خنډونو سره مخامخ شوے دے.

-------