امریکا له پاکستان سره د ترهګرو په هکله خبرې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104086-امریکا_له_پاکستان_سره_د_ترهګرو_په_هکله_خبرې_کوي
زمونږ خبریال وايي د امریکا دفاع وزارت پینټاګان ویلي دي د پاکستان او د افغانستان په سرحدونو کښې د ترهګرو د امن ځایونو شتون د افغانستان په داخل کښې بې ثباتۍ رامینځته کوي او واشنګټن د ترهګرو د دا ډول پناه ځایونو د بندولو لپاره د پاکستان له مشرانو سره په خبرو اترو بوخت دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2021 10:44 Asia/Kabul
  • امریکا له پاکستان سره د ترهګرو په هکله خبرې کوي

زمونږ خبریال وايي د امریکا دفاع وزارت پینټاګان ویلي دي د پاکستان او د افغانستان په سرحدونو کښې د ترهګرو د امن ځایونو شتون د افغانستان په داخل کښې بې ثباتۍ رامینځته کوي او واشنګټن د ترهګرو د دا ډول پناه ځایونو د بندولو لپاره د پاکستان له مشرانو سره په خبرو اترو بوخت دی .

د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان چارواکی جان ایف کیربی له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل مونږ ټول د ترهګرو د دغو امن ځایونو د بندیدا په هکله یوشان نظر لرو او اجازه دې ورنکړل شي چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې دغه امن پټنځایونه استعمال کړي .

هغه وویل امریکا د افغانستان له عسکرو سره په نورو رودو سره مرسته کوي او زیاته یې کړه د افغانستان حکومت ظرفیت لري او وړتیا لري او وسمن هوايي ځواک لري .