امریکا له پاکستان سره د ترهګرو په هکله خبرې کوي
Aug 10, 2021 10:44 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا دفاع وزارت پینټاګان ویلي دي د پاکستان او د افغانستان په سرحدونو کښې د ترهګرو د امن ځایونو شتون د افغانستان په داخل کښې بې ثباتۍ رامینځته کوي او واشنګټن د ترهګرو د دا ډول پناه ځایونو د بندولو لپاره د پاکستان له مشرانو سره په خبرو اترو بوخت دی .
د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان چارواکی جان ایف کیربی له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل مونږ ټول د ترهګرو د دغو امن ځایونو د بندیدا په هکله یوشان نظر لرو او اجازه دې ورنکړل شي چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې دغه امن پټنځایونه استعمال کړي .
هغه وویل امریکا د افغانستان له عسکرو سره په نورو رودو سره مرسته کوي او زیاته یې کړه د افغانستان حکومت ظرفیت لري او وړتیا لري او وسمن هوايي ځواک لري .
ټیګونه