له افغانستان څخه د ترهګرو د نفوذ لپاره باید چمتو شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104124-له_افغانستان_څخه_د_ترهګرو_د_نفوذ_لپاره_باید_چمتو_شو
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د فاع وزیر سرګي شایګو د ډله ییز امنیت تړون له موسسې وغوښتل چې له افغانستان څخه د دغه موسسې غړیو هیوادونو ته د ترهګرو د نفوذ لپاره چمتو شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2021 09:26 Asia/Kabul
  • له افغانستان څخه د ترهګرو د نفوذ لپاره باید چمتو شو

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د فاع وزیر سرګي شایګو د ډله ییز امنیت تړون له موسسې وغوښتل چې له افغانستان څخه د دغه موسسې غړیو هیوادونو ته د ترهګرو د نفوذ لپاره چمتو شي .

هغه وویل زمونږ لپاره ډیره مهمه ده چې له ازبکستان او تاجیکستان سره د افغانستان سرحدونه د طالبانو ډلې کنټرول ته ورغلي دي .

د روسیې دفاع وزیر سرګي شایګو وویل د تاجیکستان د قیرغیزستان او د ازبکستان له لارې روسیې ته د ترهګرو د نفوذ او د نشه ییزو موادو د قاچاق په شمول ګواښونه چې له افغانستانه سرچینه اخلي کمیږي نه .

شایګو وویل په تاجیکستان او قیرغیزستان کښې د روسیې پوځي اډې به د افغانستان لخوا د تیري په بڼه کښې اقدام ترسره کړي .

د تاجیکستان چارواکو ویلي دي چې طالبان همدا اوس د افغانستان نوي(۹۰) فیصده  خاوره په لاس کښې لري