امریکا په افغانستان کښې ستره ماتي خوړلي ده
زمونږ خبریال وايي د امریکا د دفاع وزیر د معاون پخواني مرستیال ډیویډ سیډني په افغانستان کښې د امریکا سټراټيژۍ ستره ماتي خوړلي وبلله .
هغه وویل امریکا په افغانستان کښې له سترې ډيپلوماټیکې ، پوځي او سیاسي ماتي سره مخ شوي ده .
سیډني وویل په ځلونو ثابته شوي ده د امریکا دغه ادعا چې له افغانستانه ملاتړ ته دوام ورکوي دروغجنه ادعا ده .
دغه راز د امریکا په مشرانو جرګې سینا کښې د ریپبلیکن ګوند مشر میچ میک کانیل د افغانستان په وړاندې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د سیاست د غیر مسولانه بللو په ترڅ کښې افغانستان ته د نورو پوځیانو د استولو غوښتنه وکړه .
هغه له ولسمشر بایډن وغوښتل د اګست د میاشتې د یودیرشمې (۳۱) نیټې له ختمیدا وروسته چې د هغه حکومت د واشنګټن د پوځيانو د ایستلو لپاره ټاکلي ده افغانستان ته نور عسکر واستوي .
له دې مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د اوسنیو او د پخوانيو چارواکو په قول وویل د بایډن حکومت له هغه څه چې ویره یې کیدله ډیر چټک ځان د کابل د نسکوریدا لپاره چمتو کوي .