د هائیټي په سواحلو کښې سخته زلزله راغلې ده
Aug 15, 2021 00:34 Asia/Kabul
پرون په هائیټي کښې په راغلې زورورې زلزلې کښې د وړومبنیو معلوماتو له مخې ۲۹ تنه مړه شوي دي.
پرون په هائیټي کښې په راغلې زورورې زلزلې کښې د وړومبنیو معلوماتو له مخې ۲۹ تنه مړه شوي دي.
د امریکې جغرافیايي سازمان پرون مازیګر په هائیټي کښې د ۷.۲ ریکټره زلزلې د راتلو خبر ورکړی دی.
د دغې زلزلې مرکز د سنټ لوئيس په ۱۲ کیلومیټره شمال ختیځ کښې و.
ځینو سرچینو هم د دغې زلزلې شدت ۷ ریکټره رپورټ کړی دی.
هائیټي په کارائیب سمندر کښې یو وړوکې هیواد دی چې ۱۲ میلیونه نفوس لري.
ټیګونه