د امریکا اکثره خلکو د افغانستان جنګ بې ارزښته وباله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104532-د_امریکا_اکثره_خلکو_د_افغانستان_جنګ_بې_ارزښته_وباله
ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس وايي له افغانستانه د امریکا د عسکرو له کوم پلان پرته په وتلو باندې د نیوکو د زیاتیدا په درشل کښې د یوې (۱) نظر سنجې پایلې د دې ښودنه کوي د امریکا خلک په دې اند دی چې د افغانستان جنګ د جنګیدا ارزښت نه درلود .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2021 09:44 Asia/Kabul
  • د امریکا اکثره خلکو د افغانستان جنګ بې ارزښته وباله

ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس وايي له افغانستانه د امریکا د عسکرو له کوم پلان پرته په وتلو باندې د نیوکو د زیاتیدا په درشل کښې د یوې (۱) نظر سنجې پایلې د دې ښودنه کوي د امریکا خلک په دې اند دی چې د افغانستان جنګ د جنګیدا ارزښت نه درلود .

د ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس او د عمومي مسائیلو د تحقیقاتو د مرکز این او ار سي (National Opinion Research Center) د نوي نظرسنجۍ  نتیجه  د دې ښودنه کوي چې د امریکا اکثره خلک شک لري چې په افغانستان کښې جنګ ارزښت درلود .

په دغو نظرسنجیو کښې په دریو (۳)کښې دوه (۲) برخې ګډون کونکو دغه تفکر درلود چې د امریکا تر ټولو اوږد جنګ یعني د افغانستان جنګ د جنګیدا ارزښت نه درلود .

له افغانستانه په وتلو کښې د  امریکا د ولسمشر جوبایډن په سیاست له زیاتیدونکو نیوکو سره سره د امریکا اوه څلویښت (۴۷) فیصده خلکو په نړیوالو چارو کښې د جوبایډن مدیریت تائید کړ .

د یوې (۱) بلې نظر سنجې پایلې هم د دې ښودنه کوي چې د امریکا نیمايي خلک له افغانستانه د خپل هیواد د عسکرو د وتلو د رودې  ملاتړ نه کوي .

هیل نشریې د هغه عمومي نظر سنجې پایلې چې د هریس د تحقیقاتو د موسسې په ملګرتیا سره یې ترسره کړي ده خپرې کړې او پکښې درې پنځوس (۵۳) فیصده ګډون کونکو له افغانستانه د عسکرو په ایستلو کښې د امریکا له بیړې ډک اقدام رد کړ او په مقابل کښې اوه څلویښت (۴۷) فیصده ګډون کونکو په دې زمینه کښې د امریکا د حکومت د فعالیت ملاتړ اعلان کړ .