د انګلستان حکومت به له طالبانو سره ملګرتیا وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104566-د_انګلستان_حکومت_به_له_طالبانو_سره_ملګرتیا_وکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن وویل د ضرورت په بڼه کښې به لندن په افغانستان کښې له طالبانو ډلې سره ملګرتیا وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2021 01:41 Asia/Kabul
  • د انګلستان حکومت به له طالبانو سره ملګرتیا وکړي

ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن وویل د ضرورت په بڼه کښې به لندن په افغانستان کښې له طالبانو ډلې سره ملګرتیا وکړي .

هغه پرون د خپل خارجه وزیر ډومینیک راب د دفاع په ترڅ کښې چې د افغانستان د حالت په هکله د ناوړه مدیریت په دلیل له نیوکې سره مخ دی وویل زه غواړم خلکو ته ډاډ ورکړم چې د افغانستان له لپاره د حل لارې د موندلو لپاره سیاسي او ډيپلوماټیکې هڅې او البته د ضرورت په بڼه کښې  به له طالبانو سره ملګرتیا دوام ولري .

بوریس جانسن وویل د کابل د هوايي ډګر حالت چې زرګونو ناهیلي افغانان له هیواده د وتلو لپاره هلته راغونډ شوي دي یو څه ښه شوی دی .

د بریتانیا حکومت ویلي دي د تیرې اونۍ له شنبې ورځې راهسې یې د انګلستان د درې سوه نهه نوي(۳۹۹) ښاریزو او  هغوې ته د اړونده کسانو په شمول شپږ سوه پینځلس (۶۱۵)  کسان ، د سفارت درې سوه شل (۳۲۰)کارکونکي او څلور سوه دوه (۴۰۲) افغانان له افغانستانه ایستلي دي .