یونیسکو د افغانستان د لرغونو آثارو د ساتنې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104600-یونیسکو_د_افغانستان_د_لرغونو_آثارو_د_ساتنې_غوښتنه_وکړه
د ملګرو ملتو تعلیمي، علمي او کلتوري څانګې  (یونیسکو) په افغانستان کښې د لرغونو آثارو د ساتل کیدو غوښتنه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2021 00:25 Asia/Kabul
  • یونیسکو د افغانستان د لرغونو آثارو د ساتنې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتو تعلیمي، علمي او کلتوري څانګې  (یونیسکو) په افغانستان کښې د لرغونو آثارو د ساتل کیدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتو تعلیمي، علمي او کلتوري څانګې  (یونیسکو) په افغانستان کښې د لرغونو آثارو د ساتل کیدو غوښتنه وکړه

د یونیسکو سیکترې میرمن آدري آزولای وویل چې د افغانستان د ارزښتناک کلتوري میراث د ساتنې پوره پوره کوشش کوي.

هغې هم داشان له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان د میوزیمونو او په کښې د موجودو شیانو د امنیت ضمانت ورکړي.

افغانستان بډایه کلتوري مخینه او میراث او هم داشان د یونیسکو د نړیوال میراث په لسټ کښې ثبت شوي آثار او ځایونه لري چې له هغو نه د بامیان درې او په کښې د موجودو بقایاؤ، په کابل کښې د ملي لرغونکوټ او د هرات د پخواني ښار نومونه اخیستې شو.

په تیرو شلو کلونو کښې په افغانستان باندې د امریکايي پوځیانو د یرغل په وختونو کښې او د جنګ او نښتو د دوام له امله د دغه هیواد ډیر تاریخي او لرغوني آثار او بیخ بیناوې له مینځه تللې دي.