په حسیني ماتم کوونکو باندې د نیجریې د پولیسو برید
د نیجریې پولیس په دغه هیواد کې په حسیني ماتم کوونکو برید کړی چي د امله یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د العهد د راپور سره سم، د نیجریې په سوکوتو ښار کې پولیسو په حسیني ماتم کوونکو ډزې کړي چي د امله یې ۳ تنه شهیدان شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.
د نیجریې حکومت ادعا کړې چي پولیس هوایي ډزي کړي او چاته زیان نه دی اوښتی، خو د نیجریې اسلامي غورځنګ د حکومت د دغه ادعا په غبرګون کې د شهیدانو تصویرونه خپاره کړل.
د نیجریې اسلامي غورځنګ زیاته کړه: د حسیني ماتم کوونکو موکبونه د نیجریې په مختلفو ښارونو کې جوړ شوي وه خو دا چي ولي پولیسو په سوکوتو کې په ماتم کوونکو ډزې کړي لا نه دی معلوم شوی.
د نیجریې فوځ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې هم د بقیة الله په جامع جومات باندې په برید سره د دې هیواد د اهل تشیع رهبر شیخ زکزاکي سره له زامونو ونیول او په زندان کې واچولږ
د ځینو سرچېنو له راپور سره سم، د نیجریې د فوځ په دغه برید کې تر دوه زره زیات کسان وژل شوی دي.