د افغانستان ښاریز خارج ته سفرونه کولای شي
Aug 26, 2021 03:15 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د جرمني سفیر وویل چې ما د طالبانو د مرکچي ډلې له یوه(۱) مشر شیر محمد عباس ستانکزي سره په کابل کښې کتنه کړي ده او ستانکزي ډاډ راکړی دی چې د امریکا د عسکرو له وتلو وروسته به طالبان هغو افغانانو ته چې سندونه ورسره وي له هیواد څخه د وتلو اجازه ورکړي .
په افغانستان کښې د جرمني سفیر وویل چې د طالبانو دغه مشر شیر محمد عباس ستانکزي ما ته ډاډ راکړی چې د اګست د میاشتې له یودیرشمې (۳۱)نیټې وروسته به هم د افغانستان خلک له هیواد بهر تلل شي .
ټیګونه