بریتانیا به د افغانستان له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104838-بریتانیا_به_د_افغانستان_له_طالبانو_سره_خبرو_ته_دوام_ورکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن دې ته په اشارې سره چې په پریکنده توګه د داعش او د طالبانو ترمینځ هیڅ اړیکه نشته وویل چې د لندن حکومت به له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2021 06:16 Asia/Kabul
  • بریتانیا به  د افغانستان له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي

ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن دې ته په اشارې سره چې په پریکنده توګه د داعش او د طالبانو ترمینځ هیڅ اړیکه نشته وویل چې د لندن حکومت به له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي .

بوریس جانسن وویل په پریکنده توګه د افغانستان طالبان د داعش د خراسان څانګې چې د کابل د هوايي ډګر د حملو مسولیت یې پرغاړه اخیستی دی دوستان نه دي .

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن دغه راز د خپلو تیرو دریځونو په تکرارولو سره وویل که چیرې طالبان له لویدیځو هیوادونو سره تعامل غواړي نو باید خلکو ته له افغانستانه د وتلو اجازه ورکړی .

بریتانیا په افغانستان کښې د ناټو د ماتي خوړلي ماموریت برخه ده او د طالبانو لخوا د افغانستان له نیولو وروسته د انګلستان په داخل او خارج کښې نیوکې زیاتې شوي دي .

امریکا او د هغې متحدان له خپل شل (۲۰) کلن ماتي خوړلي پوځي شتون وروسته په داسې حال کښې له افغانستانه وځي چې دغه لشکر کشۍ په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ د جنګ د تاوتریخوالي  د بې ثباتۍ ، ناامنۍ له زیاتیدا او د لسګونو زرو خلکو له وژل کیدا پرته بل هیڅ نتیجه او ګټه نه ده لرلي .