بریتانیا به د افغانستان له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن دې ته په اشارې سره چې په پریکنده توګه د داعش او د طالبانو ترمینځ هیڅ اړیکه نشته وویل چې د لندن حکومت به له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي .
بوریس جانسن وویل په پریکنده توګه د افغانستان طالبان د داعش د خراسان څانګې چې د کابل د هوايي ډګر د حملو مسولیت یې پرغاړه اخیستی دی دوستان نه دي .
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن دغه راز د خپلو تیرو دریځونو په تکرارولو سره وویل که چیرې طالبان له لویدیځو هیوادونو سره تعامل غواړي نو باید خلکو ته له افغانستانه د وتلو اجازه ورکړی .
بریتانیا په افغانستان کښې د ناټو د ماتي خوړلي ماموریت برخه ده او د طالبانو لخوا د افغانستان له نیولو وروسته د انګلستان په داخل او خارج کښې نیوکې زیاتې شوي دي .
امریکا او د هغې متحدان له خپل شل (۲۰) کلن ماتي خوړلي پوځي شتون وروسته په داسې حال کښې له افغانستانه وځي چې دغه لشکر کشۍ په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ د جنګ د تاوتریخوالي د بې ثباتۍ ، ناامنۍ له زیاتیدا او د لسګونو زرو خلکو له وژل کیدا پرته بل هیڅ نتیجه او ګټه نه ده لرلي .