د کابل بریدونه د حالاتو د کړکیچن کولو لپاره وو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104854-د_کابل_بریدونه_د_حالاتو_د_کړکیچن_کولو_لپاره_وو
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د خارجه وزارت ویاندې د کابل د ترهګرو حملو د غندلو په ترڅ کښې وویل دغه بریدونه د افغانستان د حالاتو د تاوتریخجن کولو لپاره هڅه وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2021 08:06 Asia/Kabul
  • د کابل بریدونه د حالاتو د کړکیچن کولو لپاره وو

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د خارجه وزارت ویاندې د کابل د ترهګرو حملو د غندلو په ترڅ کښې وویل دغه بریدونه د افغانستان د حالاتو د تاوتریخجن کولو لپاره هڅه وه .

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوې (۱) بیانیې کښې وویل د کابل هوايي ډګر ته نږدې  د اګست د میاشتې د شپږویشتمې (۲۶) نیټې ترهګرې حملې په کلکه غندو او د دغو پیښو د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره خواخوږی څرګندوو او د ژوبلو کسانو لپاره د سلامتیا ارزو کوو .

هغې وویل له افغانستانه د خارجي عسکرو له وتلو سره په یووخت دغه ترهګرې حملې د افغانستان د حالاتو د کړکیچن کولو لپاره هڅه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا په دغه بیانیې کښې د کابل د هوايي ډګر د ګیرچاپیر د حالاتو د عادي کیدا غوښتنه وکړه او په افغانستان کښې د امنیت او د سولې د ټینګیدا هیله یې وکړه .