د امریکا د ریپبلیکن ګوند غړي په ولسمشر نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104862-د_امریکا_د_ریپبلیکن_ګوند_غړي_په_ولسمشر_نیوکه_وکړه
رویټرز خبري اژانس وايي د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د ریپبلیکن ګوند یوه(۱) نامتو غړي کیوین میک کارتي د کابل په وروستیو ترهګرو حملو کښې د دیارلسو (۱۳) امریکايي عسکرو په وژلې نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2021 10:57 Asia/Kabul
  • د امریکا د ریپبلیکن ګوند غړي په ولسمشر نیوکه وکړه

رویټرز خبري اژانس وايي د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د ریپبلیکن ګوند یوه(۱) نامتو غړي کیوین میک کارتي د کابل په وروستیو ترهګرو حملو کښې د دیارلسو (۱۳) امریکايي عسکرو په وژلې نیوکه وکړه .

هغه په کابل کښې د امریکا د کابو دیارلسو(۱۳) پوځیانو په وژل کیدا کښې د ولسمشر جوبایډن په کړچار باندې نیوکې سره ټینګار وکړ د افغانستان بدلونونه او وروستې پیښې د ولسمشر د کمزورتیا او د پاتې راتلونکو نښه ده .

میک کارتي وویل د دې لپاره چې د وسله والو ځواکونو مشر ووسئ تاسو د امریکا د ټولو خلکو اعتماد ، ښه نیت او باور ته ضرورت لرئ او ولسمشر جوبایډن دغه درې (۳)واړه شیان له لاسه ورکړي دي .