روسیې د افغانستان په حالاتو غور وکړ
نووستي خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل هیواد د امنیت شورا له غړیو سره په اونیزې غونډې کښې د افغانستان د اوسنیو د حالاتو د بهیر په هکله غور وکړ .
ولادیمیر پوتین پرون د روسیې د امنیت شورا په اونیزې غونډې کښې د ضروري تدبیرونو د غوره کولو لپاره د ماسکو د خارجي شرکاو او متحدینو سره د ضروري نظرونو د تبادلې او مشورې او د افغانستان د اوسني حالت په ارتباط د انسان دوستانه او پوځي او ډیپلوماټیکو او سیاسي اقداماتو د ترسره کولو پرضرورت ټینګار وکړ .
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف هم پرون وویل ماسکو په افغانستان کښې د حالاتو د بهیر په هکله په جدي ډول اندیښمن دی او په پریکنده توګه یې په کابل کښې ترهګرې حملې غندلي دي .
هغه وویل حاضردمه د روسیې استخباراتي ادارې په دائمي ډول دافغانستان په حالاتو څارنه کوي او په بیلابیلو انتخابونو غور او شننه کوي .