په نړۍ کښې د امریکا موقعیت کمزوری شوی
ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا دفاع وزیر په دنیا کښې د امریکا د موقعیت په کمزورتیا اعتراف وکړ .
د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس په یولړ جنجال رامینځته کونکو څرګندونو کښې له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدو هیوادونو د ځواکونو په بې شرمۍ سره وتلو ته د اشارې په ترڅ کښې وویل په دنیا کښې د امریکا موقعیت کمزوری شوی دی .
دغه راز په افغانستان کښې د بریتانیا پخواني سفیر نیکولس کی (Nicholas kay) په افغانستان کښې د امریکا او د هغې د متحدانو د جنګ له غمیزې سره د لندن د حکومت په سیاسي لوبې اعتراف وکړ .
هغه وویل د بریتانیا حکومت اوس د نورو هیوادونو د رټلو هڅه کوي چې په افغانستان کښې د بریتانیا په شمول د امریکا او د هغې د متحدانو د جنګ غمیزه له ځان څخه لیرې کړي .
د افغانستان ډیرې خلک اوسنی حالت په افغانستان کښې د امریکا د انګلستان او د دوې د متحدانو د ماتي خوړلیو سیاستونو نتیجه ګڼي .