په نړۍ کښې د امریکا موقعیت کمزوری شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105116-په_نړۍ_کښې_د_امریکا_موقعیت_کمزوری_شوی
ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا دفاع وزیر په دنیا کښې د امریکا د موقعیت په کمزورتیا اعتراف وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2021 01:36 Asia/Kabul
  • په نړۍ کښې د امریکا  موقعیت کمزوری شوی

ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا دفاع وزیر په دنیا کښې د امریکا د موقعیت په کمزورتیا اعتراف وکړ .

د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس په یولړ جنجال رامینځته کونکو څرګندونو کښې له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدو هیوادونو د ځواکونو په بې شرمۍ سره وتلو ته د اشارې په ترڅ کښې وویل په دنیا کښې د امریکا  موقعیت کمزوری شوی دی .

دغه راز په افغانستان کښې د بریتانیا پخواني سفیر نیکولس کی (Nicholas kay) په افغانستان کښې د امریکا او د هغې د متحدانو د جنګ له غمیزې سره د لندن د حکومت په سیاسي لوبې اعتراف وکړ .

هغه وویل د بریتانیا حکومت اوس د نورو هیوادونو د رټلو هڅه کوي چې په افغانستان کښې د بریتانیا په شمول د امریکا او د هغې د متحدانو د جنګ غمیزه له ځان څخه لیرې کړي .

د افغانستان ډیرې خلک اوسنی حالت په افغانستان کښې د امریکا  د انګلستان او د دوې د متحدانو د ماتي خوړلیو سیاستونو نتیجه ګڼي .