جنوبي افریقا د افغان کډوالو له منلو انکار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105120-جنوبي_افریقا_د_افغان_کډوالو_له_منلو_انکار_وکړ
زمونږ خبریال وايي د جنوبي افریقا حکومت په دې هېواد کې د هغو افغان کډوالو له منلو انکار کړی چې دا مهال پاکستان ته تښتېدلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2021 02:08 Asia/Kabul
  • جنوبي  افریقا د افغان کډوالو له منلو انکار وکړ

زمونږ خبریال وايي د جنوبي افریقا حکومت په دې هېواد کې د هغو افغان کډوالو له منلو انکار کړی چې دا مهال پاکستان ته تښتېدلي دي.

 د جنوبي افریقا حکومت وايي  دوی وار د مخه د نورو هېوادونو د کډوالو له کبله ستونزو سره مخ دي.

د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزارت وایي، له دوی غوښتنه شوې وه چې یو شمېر افغان کډوال دې په موقتي توګه ومني، تر هغې چې نورو هېوادونو ته یې د لېږد چارې بشپړېږي.

خو حکومت ویلي  له بده مرغه شرایط داسې نه دي چې دوی دا غوښتنه ومني.

جنوبي افریقا کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو کډوالو د کار روزګار لپاره مېشت دي او د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ یو (1)میلیون وګړو هلته سیاسي پناه غوښتې وه.

خو د بشري حقونو ډلې وایی  د پناه ترلاسه کولو قانوني پړاوونه او بهیر خورا پېچلی دی او ګڼ شمېر کسان هلته بې برخلیکه پاتې دي.

بل لور ته د اروپايي ټولنې  د بهرني سیاست  مشر وايي هغو کسانو سره چې له طالبانو تښتي باید د کډوالو پر ځای د پناه غوښتونکو په څېر چلند وشي.

له کابله تر ۱۱۰ زرو پورې افغانان د بهرنیو ځواکونو لخوا ایستل شوي دي، خو لا هم داسې باور شته چې زرګونه نور غواړي له هېواده بهر ته لاړ شي.

د اروپايي ټولنې بهرنۍ پالیسۍ  مشر جوزیف بوریل په دې هکله وویل:

''موږ باید دوی ته هغسې نوم ورکړو چې دوی اصلاً دي. دوی کډوال نه دي، دوی پناه غوښتونکي دي او د دې تر منځ لوی توپیر دی.''

سلوانیا کې د اروپايي ټولنې دفاع وزیرانو له غونډې وروسته ښاغلي بوریل وویل، هېوادونو له افغانستانه د 'زیانمونکو خلکو ایستلو' لپاره مرسته غوښته.

په ورته مهال د یونان بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد به یې اجازه ور نه کړي، چې د ۲۰۱۵ کال د کډوالو بحران تکرار شي، چې د سوریې کورنۍ جګړې پر مهال نژدې یو میلیون کډوال اروپا ته ننوتل.

نیوکولاوس جورجیوس وویل دا داسې څه دي چې موږ به یې و نه منو. دا ځل به یې موږ و نه منو.''