سره صلیب د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105316-سره_صلیب_د_طالبانو_له_چارواکو_سره_خبرې_وکړې
ایرنا خبري اژانس وايي د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ مشر پیټر مائورر (Peter Maurer) چې افغانستان ته تللی دی وايي د طالبانو له یوه (۱) مشر سره یې د دغه هیواد له خلکو سره د مرستو د چارو د پراخولو په هکله خبرې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2021 05:51 Asia/Kabul
  • سره صلیب  د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس وايي د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ مشر پیټر مائورر (Peter Maurer) چې افغانستان ته تللی دی وايي د طالبانو له یوه (۱) مشر سره یې د دغه هیواد له خلکو سره د مرستو د چارو د پراخولو په هکله خبرې کړي دي .

د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ مشر پیټر مائورر په ټویټر پیغام کښې ولیکل ما پرون د ملا برادر په شمول د طالبانو له یوشمیر چارواکو سره کتنه وکړه او په دغو کتنو کښې مو په ټول افغانستان کښې د ژغورنې د فعالیتونو د پراخولو لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ د پروګرامونو په هکله خبرې وکړې .

هغه وویل خپلواکه او بې طرفه بشر دوستانه اقدامات زمونږ د کار اساس دی او زیاته یې کړه د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ دیرش (۳۰) کاله د افغانستان د خلکو خدمت کړی دی او ټاکل شوي نه ده چې مونږ په دغه هیواد کښې خپل فعالیت بند کړو .

کارپيژاندي وايي چې افغانستان حاضردمه د کورونا ویروس او د سیاسي کړکیچ په وجه په سختو شرایطو کښې دي او حاضردمه د هیواد خلک له کورونا ویروس او لوږې څخه د خپل ژوند د بچولو په هکله اندیښمن دی .

د ملګروملتونو د خواړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف او (wfo) وايي حاضردمه د افغانستان کابو څوارلس (۱۴) میلیونه خلک د خواړو له کړکیچ سره مخ دي او د هیواد کابو پنځوس(۵۰) فیصده ماشومان چې عمرونه یې له پینځو (۵) کلونو کم دي له ناوړه خواړو کړیږي .