امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت په رسمیت د پیژندلو لپاره اوږه لاره مخ ته شته .
د امریکا د بلومبرګ خبري اژانس خبریالې سوفیا کای پرون په ټویټر پیغام کښې وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن د طالبانو په رسمیت د پیژندلو اراده نلري او ټینګار یې کړی دی چې د طالبانو په رسیمت د پیژندلو لپاره ډیره فاصله شته .
د امریکا د ولسمشر جوبایډن دغه لنډې څرګندونې د سپینې ماڼۍ د ویاندې جین ساکي له تیرې اونۍ وینا وروسته دي چې خبریالانو ته یې وویل د جوبایډن په مشرۍ سپینه ماڼۍ د طالبانو په رسمیت د پیژندلو لپاره هیڅ بیړه نلري .
خو د امریکا د چارواکو دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د طالبانو ویاند احمد الله متکي وویل دغه ډلې د نوي حکومت کلي پلان بشپړه کړی او زیاته یې کړه د دغه حکومت په رسمي ډول اعلانول به زر خپاره شي .
تر ننه پورې د نړۍ ډیرو مشرانو په افغانستان باندې د واکمن رسمي حکومت په توګه د طالبانو په رسمیت پیژندلو ډډه کړي ده .