د امریکا پخواني قومندان د واشنګټن په ماتي اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105406-د_امریکا_پخواني_قومندان_د_واشنګټن_په_ماتي_اعتراف_وکړ
رویټرز خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو یوه(۱) پخواني قومندان جیک میچلې په دغه هیواد کښې د واشنګټن په ماتي خوړلو اعتراف وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2021 00:50 Asia/Kabul
  • د امریکا پخواني قومندان د واشنګټن په ماتي اعتراف وکړ

رویټرز خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو یوه(۱) پخواني قومندان جیک میچلې په دغه هیواد کښې د واشنګټن په ماتي خوړلو اعتراف وکړ .

هغه له افغانستانه د امریکا د پوځيانو وتلو  ته په اشارې سره وویل په افغانستان کښې د واشنګټن ماتي د اټکل وړ وه .

د امریکا دغه پخواني پوځي چارواکي وویل د امریکا د دغه تر ټولو اوږد جنګ په ګډوډ ډول پاې ته رسیدل ضروري وو ځکه چې د امریکا حکومت دغه جنګ په غلط هدف سره پیل کړی و .

جیک میچلې وویل بنیادي او سټراټیژیکه غلطۍ دا وه چې امریکا کوشش کاوه د افغانستان د ټولنې ماهیت بدل کړي .

د امریکا نیواکګر عسکر په افغانستان کښې له شل(۲۰) کاله شتون وروسته په بې شرمۍ او ټیټ سر او ماتي خوړلو سره د اګست د میاشتې په یودیرشمه (۳۱) نیټه له افغانستانه ووتل .