آسټریليا له افغانستان سره د لوبې لغوه کولو ته بهانې ګوري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105422-آسټریليا_له_افغانستان_سره_د_لوبې_لغوه_کولو_ته_بهانې_ګوري
د آسټریليا کرکټ بورډ ویلي، که په افغانستان کې د ښځینه و کرکټ ته اجازه ور نکړل شي، دوی به له افغانستان سره یواځینۍ ټیسټ لوبه لغوه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2021 08:11 Asia/Kabul
  • آسټریليا له افغانستان سره د لوبې لغوه کولو ته بهانې ګوري

د آسټریليا کرکټ بورډ ویلي، که په افغانستان کې د ښځینه و کرکټ ته اجازه ور نکړل شي، دوی به له افغانستان سره یواځینۍ ټیسټ لوبه لغوه کړي.

د آسټریليا کرکټ بورډ ویلي، که په افغانستان کې د ښځینه و کرکټ ته اجازه ور نکړل شي، دوی به له افغانستان سره یواځینۍ ټیسټ لوبه لغوه کړي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې سرچینې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي:  دوی د افغانستان حالت څاري او داسې راپورونه یې هم ترلاسه کړي چې طالبان د ښځو کرکټ ته اجازه نه ورکوي.

سرچینه کاږي، چې استرالیا کرکټ بورډ ته د ښځو کرکټ هم مهم دی او د ښځو لپاره په مساوي ډول د لوبو ملاتړ کوي.

سرچینه وایي که چېرته د افغانستان لوبغاړي په انفرادي ډول ورسره لوبېږي، نو هغوی ورته اجازه ورکوي، خو زیاتوي چژې د طالبانو تر بیرغ لاندې لوبډله، چې د ښځو کرکټ ته اجازه نه ورکوي، استرالیا به یې کوربتوب ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په راتګ سره په ښځینه کرکټ بندیزونه لګېدلي او داسې اندېښنې هم شته چې ښايي له افغان ملي لوبډلې څخه بشپړ غړیتوب هم واخیستل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.