یونیسف په افغانستان کښې د ماشومانو د مرستې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105632-یونیسف_په_افغانستان_کښې_د_ماشومانو_د_مرستې_غوښتنه_وکړه
د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ برخې (یونیسف) په افغانستان کښې د خوارځواکۍ له خطر سره د مخامخ ماشومانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2021 02:53 Asia/Kabul
  • یونیسف په افغانستان کښې د ماشومانو د مرستې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ برخې (یونیسف) په افغانستان کښې د خوارځواکۍ له خطر سره د مخامخ ماشومانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ برخې (یونیسف) په افغانستان کښې د خوارځواکۍ له خطر سره د مخامخ ماشومانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

دغه نړیوال ارګان وویل چې په افغانستان کښې څه باندې یو میلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي او یونیسف په دې لړ کښې سمدستي مالي ملاتړ ته ضرورت لري.

یونیسف د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې له خطر سره د دغو مخامخ شویو ماشومانو د مرستې لپاره دې زرترزره لاس په کار شي.