یونیسف په افغانستان کښې د ماشومانو د مرستې غوښتنه وکړه
Sep 14, 2021 02:53 Asia/Kabul
د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ برخې (یونیسف) په افغانستان کښې د خوارځواکۍ له خطر سره د مخامخ ماشومانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ برخې (یونیسف) په افغانستان کښې د خوارځواکۍ له خطر سره د مخامخ ماشومانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
دغه نړیوال ارګان وویل چې په افغانستان کښې څه باندې یو میلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي او یونیسف په دې لړ کښې سمدستي مالي ملاتړ ته ضرورت لري.
یونیسف د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې له خطر سره د دغو مخامخ شویو ماشومانو د مرستې لپاره دې زرترزره لاس په کار شي.
ټیګونه