چین د افغانستان د بیا رغونې ملاتړ وکړ
زمونږ خبریال وايي د چین ډيپلوماټ وویل پیکینګ د ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره افغانستان ته د اړونده څو اړخیزه سازوکارونو او د بشر دوستانه مرستو د استولو لپاره د ملګروملتونو د غوښتنې ملاتړ کوي .
په ملګروملتونو کښې د چین دائمي استازي چن شو پرون وویل پیکینګ د افغانستان د ګاونډي په توګه تل د دغه هیواد د واکمنۍ ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا احترام کوي او د افغانستان په کورنیو چارو کښې په نه لاسوهنې ټینګار کوي او د افغانستان له خلکو سره یې د دوستۍ سیاست غوره کړي دی .
«چن شو» دې ته په اشارې سره چې چین نیت لري د مرستو یو (۱)پیټی چې خوراکي شیان ، د ژمې د تیرولو لپاره ضروري تجهیزات ، د دوه سوه (۲۰۰) میلیونه یوانو په ارزښت درمل او واکسینونه پکښې شامل دي افغانستان ته واستوي زیاته کړه ټاکل شوي ده چې چین په لومړۍ مرحلې کښې د افغانستان خلکو ته د کورنا درې ( ۳) میلیونه واکسینونه واستوي .
د چین دغه ډيپلوماټ وویل پیکینګ دغه راز د افغانستان ضرورتونو او غوښتنو ته د احترام پراساس تر زیاته حده د دغه هیواد اقتصادي پراختیا او سوله ییزې بیا رغونې ته دوام ورکوي او نړیواله ټولنه هم باید له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي او په دې کښې امریکا او د هغې متحدان په دې هکله زیات مسولیت پرغاړه لري .