چین د افغانستان د بیا رغونې ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105648-چین_د_افغانستان_د_بیا_رغونې_ملاتړ_وکړ
زمونږ خبریال وايي د چین ډيپلوماټ وویل پیکینګ د ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره افغانستان ته د اړونده څو اړخیزه سازوکارونو او د بشر دوستانه مرستو د استولو لپاره د ملګروملتونو د غوښتنې ملاتړ کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2021 07:52 Asia/Kabul
  • چین د افغانستان د بیا رغونې ملاتړ وکړ

زمونږ خبریال وايي د چین ډيپلوماټ وویل پیکینګ د ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره افغانستان ته د اړونده څو اړخیزه سازوکارونو او د بشر دوستانه مرستو د استولو لپاره د ملګروملتونو د غوښتنې ملاتړ کوي .

په ملګروملتونو کښې د چین دائمي استازي چن شو پرون وویل پیکینګ د افغانستان د ګاونډي په توګه تل د دغه هیواد د واکمنۍ ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا احترام کوي  او د افغانستان په کورنیو چارو کښې په نه لاسوهنې ټینګار کوي او د افغانستان له خلکو سره یې د دوستۍ سیاست غوره کړي دی .

«چن شو» دې ته په اشارې سره چې چین نیت لري د مرستو یو (۱)پیټی چې خوراکي شیان ، د ژمې د تیرولو لپاره ضروري تجهیزات ، د دوه سوه (۲۰۰) میلیونه یوانو په ارزښت درمل او واکسینونه پکښې شامل دي افغانستان ته واستوي زیاته کړه ټاکل شوي ده چې چین په لومړۍ مرحلې کښې د افغانستان خلکو ته د کورنا درې (  ۳) میلیونه واکسینونه واستوي .

د چین دغه ډيپلوماټ وویل پیکینګ دغه راز د افغانستان ضرورتونو او غوښتنو ته د احترام پراساس تر زیاته حده د دغه هیواد اقتصادي پراختیا او سوله ییزې بیا رغونې ته دوام ورکوي او نړیواله ټولنه هم باید له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي او په دې کښې امریکا او د هغې متحدان په دې هکله زیات مسولیت پرغاړه لري .