امریکا کښې د بل کورني جنګ د رامینځته کیدا احتمال شته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105918-امریکا_کښې_د_بل_کورني_جنګ_د_رامینځته_کیدا_احتمال_شته
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا نیمايي خلکو چې پوښتنې ترې شوي دي باوري دي چې په هیواد کښې د یوه (۱) کورني جنګ د رامینځته کیدا احتمال شته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 21, 2021 07:17 Asia/Kabul
  • امریکا کښې د بل کورني جنګ د رامینځته کیدا احتمال شته

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا نیمايي خلکو چې پوښتنې ترې شوي دي باوري دي چې په هیواد کښې د یوه (۱) کورني جنګ د رامینځته کیدا احتمال شته .

ویلیم ګیل او ډارل ایم ویسټ په یوې (۱) مقالې کښې چې بروکینګز انسټي ټیوټ خپره کړه ولیکل د جان زګبي د عمومي نظر سنجې پراساس د امریکا ګڼ شمیر کسان چې شمیر یې څه د پاسه شپږڅلویښت (۴۶) فیصده دی باوري دي په دغه هیواد( امریکا) کښې د کورني جنګ د رامینځته کیدا احتمال شته خو درې څلویښت (۴۳) فیصده خلکو کورنی جنګ لیری بللی او یولس (۱۱) فیصدو خلکو په دې هکله ډاډ نه درلود .

په دغه مقالې کښې چې د سپتمبر د میاشتې په شپاړسمه (۱۶) نیټه خپره شوي ده په امریکا کښې نورو چیلنج رامینځته کونکو موضوګانو چې په هیواد کښې د یوه (۱) بل کورني جنګ د رامینځته کیدا زمینه جوړونکی ووسي اشاره شوي ده .

په دغو موضوګانو کښې توکمیزه برابري ، د ګرمو وسلو کنټرولول ، سقط جنین یعني د بچیانو غورځول ، د  انتخاباتو  روا والی ، د اب و هوا بدلونونه ، واکسینونه ، ماسکونه ، او نور کلتوري ، اقتصادي او سیاسي مسائیل چې  د خلکو د غوسې او د دښمنۍ سبب کیږي .

دغو لیکوالانو وویل د امریکا په اوسنۍ ټولنه کښې د تاوتریخوالي یوه(۱) تر ټولو اندیښمنونکي نښه دغه پراخ باور دی چې مقابل لوری یعني حکومت ظالم او بې رحمه دی .

د بروکینګز انسټي ټیوټ په مقالې کښې ویل شوي د امریکا د اتلس سوه شپیتم (۱۸۶۰) میلادي کال څلور(۴) کلن کورنی جنګ چې له مریتوب څخه د خلاصون لپاره ضروري ګام  و او څه د  پاسه شپږلکه (۶۰۰۰۰۰) خلک پکښې مړه شوي وو  د درستې ټولنې ، سیاسي نظام او اقتصاد لپاره ورانونکي پایلې لرلې او داسې فکر ونکړو چې دا ډول پیښه به بیا رامینځته نشي .