د افغانستان بیا رغونه د امریکا پرغاړه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105958-د_افغانستان_بیا_رغونه_د_امریکا_پرغاړه_ده
زمونږ خبریال وايي د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا د افغانستان د بیارغونې مسولیت د امریکا او د هغې د ملګرو پرغاړه وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 22, 2021 10:24 Asia/Kabul
  • د افغانستان بیا رغونه د امریکا پرغاړه ده

زمونږ خبریال وايي د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا د افغانستان د بیارغونې مسولیت د امریکا او د هغې د ملګرو پرغاړه وباله .

هغې وویل د شانګهايي د ملګرتیا موسسې غړیو هیوادونو او د ډله ییز امنیت موسسې موافقه وکړه چې امریکا او د هغې ملګري باید له  جنګ څخه وروسته د افغانستان د اقتصادي او د ټولنیزې بیارغونې په کامل ډول مسولیت د خپلې لومړنۍ دندې په توګه پرغاړه واخلي .

د چین خارجه وزیر «وانګ یي» هم څو ورځې مخکې ویلي وو امریکا باید د افغانستان د بیارغونې مسولیت پرغاړه واخلي او له دغه هیواد سره اقتصادي او بشر دوستانه مرستي وکړي .

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د ملګروملتونو د عمومي ټولنې په غونډې کښې ادعا وکړه چې مونږ د افغانستان شل (۲۰) کلن جنګ پاې ته رسولی دی او د ډیپلوماسۍ دروازې خلاصې شوي دي .