د روسیې استازي د طالبانو له استازیو سره کتلي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف د طالبانو له استازیو سره کتنه او د افغانستان د حالاتو په هکله یې ورسره خبرې وکړې .
د طالبانو ویاند محمد نعیم ریانووستي خبري اژانس ته وویل ضمیر کابلوف د طالبانو له استازیو سره د افغانستان د وروستیو حالاتو او د دغه هیواد د برخلیک او له نورو هیوادونو سره د کابل د ملګرتیاو په هکله د نظر تبادله وکړه .
په دغه کتنې کښې چې په کابل کښې وشوه دغه راز د افغانستان په اقتصادي حالت ، مشکلاتو، او له نورو هیوادونو سره د افغانستان د ملګرتیا د لرلید په هکله غور وشو .
د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا مخکې ویلي وو د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر استازی ضمیر کابلوف د چین د پاکستان او د روسیې له پلاویو سره د طالبانو په کتنې کښې ګډون کوي .
د افغانستان خبري سرچینو پرون وویل د افغانستان په چارو کښې د چین د روسیې او د پاکستان استازیو د طالبانو د موقته حکومت له مشر ملا محمد حسن اخوند سره کتنې او خبرې وکړې چې تراوسه یې نور جزیات نه دي خپاره کړې شوي .