د امریکا په خلکو کښې د ولسمشر محبوبیت کم شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105992-د_امریکا_په_خلکو_کښې_د_ولسمشر_محبوبیت_کم_شوی
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د یوې (۱)معتبرې موسسې نوي نظر سنجې په خلکو کښې د ولسمشر جوبایډن د محبوبیت د کمیدا ښودنه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2021 03:00 Asia/Kabul
  • د امریکا په خلکو کښې د ولسمشر محبوبیت کم شوی

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د یوې (۱)معتبرې موسسې نوي نظر سنجې په خلکو کښې د ولسمشر جوبایډن د محبوبیت د کمیدا ښودنه کوي .

د ګالوپ موسسې نوي نظر سنجې چې پرون خپره شوه وايي د ولسمشرۍ د پړاو د  اتو (۸) میاشتو له تیریدا وروسته د امریکا د ولسمشر جوبایډن د محبوبیت اندازه درې څلویښت (۴۰) فیصده کمه شوي ده چې د محبوبیت تر ټولو کمه سویه ده .

د ګالوپ موسسې نظر سنجې د سپتمبر د میاشتې له لومړۍ(۱) نیټې څخه تر اولسمې (۱۷) نیټې پورې ترسره شوې او دا لومړی(۱) ځل و چې د امریکا اکثره خلک د ولسمشر جوبایډن له کړچار خپه وو او د هیواد درې پنځوس (۵۰) فیصده خلکو د بایډن په هکله منفي نظر درلود .

دغه نظر سنجې وښودله چې جوبایډن له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو او د دوې د ملګرو  په ایستلو کښې د چلند د څرنګوالي او په تیره بیا په کابل هوايي ډګر کښې د داعش ډلې له ځان وژونکي بم چاودنې وروسته چې دیارلس (۱۳) امریکاييي عسکر او دغه راز د افغانستان یوسل اویا (۱۷۰) ملکي وګړي پکښې ووژل شول د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوندونو له نیوکې سره مخ شوی دی .

د راسموسن موسسې نظر سنجې هم وښودله چې د امریکا اویا (۷۰) فیصده خلک له افغانستان څخه د واشنګټن د پوځيانو وتل ملي سپکاوی ګڼي .