د بشریّت د ژغورونکي امام مهدي(ع)تاج پوشي دې پر ټولومبارک وي
د تهران ریډیو درست کارکونکي د بشریّت د ژغورونکي دامامت د پیلیدا په مناسبت درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .
د ربیع الاول په اتمه نیټه د نړۍ د امامت د یولسم ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري علیه السلام له شهادت وروسته دهغه بزرګوار زوی حضرت مهدی عجل ا... تعالی فرجه الشریف د امامت مقام ته ورسید.
حضرت امام مهدي (ع) د خپل پلار بزرګوار د جنازې له لمونځ اداکولو وروسته دخداي په اذن سره له نظرونو غایب شو، له همدې وخته وه چې د حضرت امام مهدي دغیبت لومړنۍ پړاؤ پیل شو چې غیبت صغرا باندې مشهور دی . دغه پړاؤ له ۲۶۰هجری قمري کاله پیل شو او تر ۳۲۹قمري کال پورې ئې دوام وکړ .
په دغه پړاؤ کې حضرت امام مهدي علیه السلام دخپلو خاصو استازو په وسیله له خلکو سره په ارتباط کې تر دې چې په ۳۲۹قمری کال کې نور مستقیم نماینده معرفي نه کړ او دخداي په اذن سره د امام بزرګوار غیبت کبری پړاؤ پیل شو چې بیا به د خدا وندمتعال د ظهور تر فرمان پورې دوام ولري .
درست الهي دینونه د انسان راتلونکی روښانه ، له سولې ،صفا ، آرامښت ، امنیت او دعدالت له پراختیا سره یو ځاي ګڼي ، یو داسې آئينده او راتلونکی چې د بشریت د ژغورونکي په ظهور سره به باطل ، او ظلم او استبداد نابود شي او عدالت به خور ووور شي .
د تهران ریډیو درست کارکونکي د بشریّت د ژغورونکي دامامت د پیلیدا په مناسبت درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .
