د امریکا کورنۍ ولې له میرمنې سره اړیکه غوڅه کړه ؟
زمونږ خبریال راپور راکړی په امریکا کښې د واده مراسمو ته د خپلې کوچنۍ لور د بیولو په وجه کورنۍ له خپلې غړي سره اړیکې غوڅې کړې .
د امریکا یوه (۱) ښاریزه وايي چې ما ته یوه د خپل ښاغلي «الیکس» لخوا د واده په دستورو کښې د ګډون کولو بلن لیک ملاو شو او هغه پکښې دغه شرط کیښودلی و چې میلمانه باید له ځانونو سره ماشومان را نه ولي .
د امریکا د دغه دوه دیرش (۳۲) کلنې میرمنې یوه(۱) کوچنۍ لور وه چې ټینګار یې کاوه چې دې به له خپلې مور سره ضرور د واده مراسمو ته ورځي .
د امریکا دغه ښاریزه د خپلې کوچنۍ لور غوښتنې ته تسلیم شوه او خپل رشته دار ته یې وویل چې ما ته له خپلې لور سره یوځای د واده مراسمو ته د ورتلو اجازه ورکړي .
په دې خبرې سره د امریکا د ښاریزې خپل دومره غوسه شو چې له کوچنۍ انجلۍ سره یوځاې یې د هغې مور هم د واده په مراسمو کښې له ګډون کولومنع کړه او ټوله کورنۍ د ښاغلي الیکس پلوي شوه او له نوموړي میرمنې سره یې راتګ راتګ هم بند کړ .
د امریکا دغه ښاریزې په ایڼترنیټ کښې په خپل پوسټ کښې ویلي دي زما کورنۍ وايي الیکس چې په کوم ډول د خپل واده مراسم ترسره کول غوښتل نو هغه حق درلود چې هماغه ډول یې ترسره کړي .
د الیکس کورنۍ زیاته کړه هیڅوک حق نلري چې د الیکس د واده په ورځ په هغه باندې د خپلې مرضې د تپلو کوشش وکړي .
د امریکا د ښاریزې په اینټرنیټ باندې له دغه پوسټ وروسته ځینې کسان له هغې سره خواخوږۍ څرګندوي خو اکثره خلک دغه میرمنه ګرمه بولي .