د امریکا په حکومت بې اعتمادۍ د جمهوریت لپاره ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i107046-د_امریکا_په_حکومت_بې_اعتمادۍ_د_جمهوریت_لپاره_ګواښ_دی
ایسنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل هغه څه چې د امریکا ډیموکراسۍ ته ګواښ کوي د روسیې هیکران نه دی بلکې په سیاسي ادارو باندې د امریکا د خلکو بې اعتمادۍ ده چې ورته ګواښ کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2021 10:22 Asia/Kabul
  • د امریکا په حکومت بې اعتمادۍ د جمهوریت لپاره ګواښ دی

ایسنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل هغه څه چې د امریکا ډیموکراسۍ ته ګواښ کوي د روسیې هیکران نه دی بلکې په سیاسي ادارو باندې د امریکا د خلکو بې اعتمادۍ ده چې ورته ګواښ کوي .

هغې وویل د ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس  او د این او ار سي د عمومي چارو د څیړنې د مرکز په شمول د ځینو نظر سنجیو نتیجې د دې ښودنه کوي چې د امریکا کابو اته څلویښت (۴۸) فیصده خلک ډاډمن دي چې حکومت له دروغو د ډکو اطلاعاتو په قصدي ډول د خپرولو مسول دی او په نتیجه کښې همدغه مسله د لویدیځو هیوادونو لخوا له روسیې څخه د هیوادونو د ویرولو مفاهیم تر پوښتنې لاندې ورولي .

د روسیې دغه چارواکي وویل د نظر سنجیو پراساس د ډیموکراټ ګوند په هرو دریو (۳) غړیو کښې یو (۱) تن داسې فکر کوي  چې واشنګټن د پیښو د رامینځته کیدا په هکله دروغ وايي .

ماریا زاخارووا وویل د امریکا د خلکو د اعتماد کمیدل د واشنګټن د چارواکو لپاره یو(۱) خبرداری ورکونکی پیغام دی .

په تیرو څو میاشتو کښې په امریکا باندې څو سختې انټرنیټي حملې شوي دي چې تور ګوته یې روسیې ته ورسیخه کړي ده .

خو روسیې په ځلونو د امریکا دغه تورونه په کلکه رد کړي دي .