سائینس پوهانو د کورونا پرضد نوي اینټي باډیز وپیژندل
زمونږ خبریال راپور راکړی طبي کارپيژاندو او ډاکټرانو یو (۱)داسې اینټي باډیز (Anti Bodies) معلوم کړي دي کوم چې کورونا ویروس او د دغه ویروس د بیلابیلو ډولونو زیاتوالی محدود کوي .
د امریکا د ډیوک پوهنتون او د نارت کیرولینا پوهنتون کارپيژاندو دغه اینټي باډيز پیژندلي او هغه یې په ځناورو او څارویو باندې ازمویلي او اوس یې د ازموینې نتیجې هم خپرې کړي دي .
طبي محققانو وویل دغه انیټي باډیز په موجوده وبا کښې د کورونا ویروس درملنه کولای شي او دغه اینټي باډيز په راتلونکي کښې له نورو ناروغیو سره په مقابلې کښې هم مرسته کولای شي .
تحقیقاتي ډلې دغه اینټي باډیز د دا ډول ناروغانو په وینې باندې د تحقیق په وخت پیژندلي دي چې یو (۱) مریض پکښې په دوه زرم (۲۰۰۰) میلادي کال کښې په سارس (Sars) ناروغۍ ککړ شوی و او دوهم (۲) ناروغه کس هم همدا اوس په کورونا ویروس ککړ شوی و .
په دغو دوو (۲) مریضانو کښې له اولس سوه (۱۷۰۰) اینټي باډیز څخه محققانو پنځوس (۵۰) اینټي باډيز ترلاسه شول کوم چې سارس کوو یو (vSars- co -1) او سارس کوو دوه (Sars- Cov-2)مخه نیسي .
په دغو وینو(Blood) باندې نور غور کولو وروسته معلومه شوه چې په دوې کښې یوه اینټي باډيز په انسانانو کښې موجود کورونا ویروس سره سره په ځناورو کښې هم د موجودو بیلابیلو ویروسونو د مخه د نیولو صلاحیت لري .
محققانو وویل دغه اینټي باډيز کورونا ویروس په داسې مقام کښې مخه نیسي چې له بیلابیلو ډولونو تیریږي .
په ځناورو باندې د دغو اینټي باډيز د ازمویلو په وخت ولیدل شو چې هغه په اغیز شیندونکي ډول د ناروغۍ مخه نیولی شي یا د ناروغۍ اغیز کمولی شي .
محققانو دغه خبره معلومه کړه دغه دوه (۲) ډول اینټي باډيز دا کار کوي یعني کله چې ناروغانو ته دغه اینټي باډیز ورکړل شو نو دوې د کورونا ویروس له بیلابیلو ډولونو په امان کښې پاتې شول .
محققانو وویل په دغه موندنې سره په نړیواله سویه د واکسینونو په تیارولو کښې مرسته کیدلی شي .
کله چې دغه اینټي باډيز هغو څارویو ته چې ناروغه و ورکړل شو نو د بیمارۍ نښې نښانې کمې شوې .
محققانو وویل دغه اینټي باډيز په سارس کوو درې(SARS- COV-3) سارس څلور (SARS- COV-4) ناروغیو په مخه نیولو کښې هم مرسته کولای شي .
د دغه تحقیق نتیجې په جرنل سائینس ټرانسلیشنل میډیسن مجلې کښې خپرې شوي دي .