د روسیې خارجه وزارت د امریکا په اقدام نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108162-د_روسیې_خارجه_وزارت_د_امریکا_په_اقدام_نیوکه_وکړه
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د ایران د تیلو د کشتۍ غلا کولو لپاره د امریکا په وروستي اقدام نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 11, 2021 05:36 Asia/Kabul
  • د روسیې خارجه وزارت د امریکا په اقدام نیوکه وکړه

فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د ایران د تیلو د کشتۍ غلا کولو لپاره د امریکا په وروستي اقدام نیوکه وکړه .

 هغې پرون د ایران د تیلو د کشتۍ د غلا کولو لپاره د امریکا په وروستي اقدام باندې د نیوکې په ترڅ کښې د امریکا غیر مسولانه سیاستونه په فارس خلیج سیمه او عمان سمندر کښې د تاوتریخوالي د زیاتیدا عامل وباله .

ماریا زاخارووا  د ایران د تیلو د کشتۍ د غلا کولو لپاره د امریکا د وروستي اقدام په هکله د تحقیق غوښتنه وکړه .

د روانې نوامبر د میاشتې په دریمه(۳) نیټه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک زړورو عسکرو د عمان سمندر په اوبو کښې په قدرتمن او په موقع اقدام سره د ایران د تیلو د یوې (۱)کشتۍ د غلا کولو لپاره د امریکا د جنګې بیړۍ عملیات ناکامه کړي وو .